له ذهني فشار ډکو وختونو سره د مبارزې لپاره عملي مهارتونه زده کړئ

زموږ په ژوند کې د فشار لرونکي وختونو په جریان کې، داسې شیان شتون لري چې موږ یې کولی شو خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته راحته کړو.

که چېرې د اندیښنو احساس کوئ، نو تاسو یوازې نه یاست. همدا اوس، ستاسو په ټولنه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډیر شمېر خلک شتون لري چې له ذهني فشار سره لاس او ګریوان دي.

د خپل ژوند په سختو شیبو کې، یو شمیر شیان دي چې په ترسره کولو سره یې موږ کولای شو خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته هوساینه راوړو.

په دې پاڼه کې شاملې سرچینې به تاسو ته یو شمېر عملي مهارتونه وړاندې کړي چې په کارولو سره یې کولای شئ، حتی په ډېرو سختو حالاتو کې ذهني فشار کم او د خپل ژوند کچه ښه کړئ.

دلته کلیک وکړئ تر څو دا پاڼه په لاندې ژبو ووینئ

انګلیسي

عربي

فرانسوي

هسپانوي

“ذهني فشار” په ژوند کې د ستونزې او یا ګواښ احساس کولو معنی لري. هر کس د ژوند په یوه دور کې د اندیښنې احساس کوي.

اندیښنې کیدای شي د ډېرو ګواښونو له کبله وي، د بیلګې په ډول:

  • ستاسو په ټولنه کې تاوتریخوالی
  • د کورنۍ د تامین ستونزې
  • له خپل کور څخه بې ځایه کېدل
  • فزیکي ځورونه او یا ټپونه
  • ناروغۍ
  • کورنی تاوتریخوالی
  • د ښوونځيو او نورو ټولنیزو ملاتړونو بندېدل

او یا کیدای شي د ورته شیانو له کبله وي، د بیلګې په ډول:

  • له کورنۍ سره شخړې
  • په راتلونکي باور نه درلودل

ژور خفګان ډېر عام دی او هر څوک ور سره مخامخ کیدای شي. تر ټولو ښه خبر دا دی چې حتی په ډېرو شدیدو قضیو کې هم خفګان مدیریت او پر هغې بر لاسي کیدای شو. د ژور خفګان نښې نښانې په لاندې ډول دي:

  • په خلق او خوی کې بدلون رامنځته کېدل، لکه د ناهیلۍ، بدبینۍ، ژر خفه کېدو او ګناه احساسات
  • په فکر کولو کې بدلون رامنځته کېدل، لکه د تمرکز کولو، په یاد راوړلو او یا پریکړې نیولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېدل او یا د مرګ او ځان وژنې فکرونه کول
  • په چلند کې بدلون رامنځته کېدل، لکه ناراحتي او یا د معمول پر خلاف ډېر ورو خبرې کول او قدم وهل
  • فزیکي بدلونونه، لکه بې خوبي او یا د ډېر خوب کولو ستونزه

کله نا کله د اندیښنو احساس کول عادي دي، مګر کله چې اندیښنې ستاسو ورځنۍ ژوند ګډوډ کړي، دا حالت د دې بیانوونکی دی چې تاسو باید د هغې د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه وکړئ. د ژور خفګان نښې په لاندې ډول دي:

  • د زړه د ضربان ډېرېدل
  • په سختۍ سره خوب کول
  • په تمرکز کولو کې له ستونزو سره مخ کېدل
  • د کمزورۍ، سرګرځېدو او یا ساه لنډۍ احساس کول
  • وچ خوله او یا ډیر خوله کول
  • له تبې سره د یخ احساس کول
  • پرله پسې بې حسي او یا د غړو ویده کېدل

ستاسو په ورځنیو او کاري کړنو او یا کورني ژوند باندې د ویري د احساس اغیز پریوتل

حتی که چېرې تاسو همدا اوس نه شئ کولای د ذهني روغتیا او یا طبي متخصص څخه مرسته ترلاسه کړئ، ډیری لارې چارې شتون لري چې په ترسره کولو سره یې تاسو کولای شئ په مثبت ډول په اندیښنو او ژور خفګان باندې بر لاسي شئ.

لاندې سرچینې تاسو ته معلومات او عملي مهارتونه وړاندې کوي، تر څو ستاسو او نورو سره مرسته وکړي چې په اندیښنو او ژور خفګان باندې بر لاسي شئ. حتی د لویو مصیبوتونو پر مهال هم، دا امکان لري چې د ژوند معنی، موخه او د ژوند ماهیت ومومو.

غږیز تمرینونه: دې غږیزو تمرینونو ته غوږ ونیسئ او د ستاسو سره د ساده مهارتونو په عملي کولو سره مرسته وکړي چې په ذهني فشار باندې برلاسي شئ.

  • د خبرتیاوو جوړول: یو له هغو شیانو څخه چې له خلکو سره مرسته کوي، هغه دا دي چې زده کړي چې څه ډول د فکرونو او احساساتو په واسطه یې حواس لږ ګډوډ شي. دلته کلیک وکړئ تر څو واورئ چې دا کار په څه ډول ترسره کړئ. (7 دقیقې)

  • ځمکنی تمرین 1: ځمکنی تمرین یو تخنیک دی چې مرسته کوي موږ به اوسمهال کې وساتي. دلته کلیک وکړئ تر څو زده کړئ چې د ذهني فشار پر وخت څه ډول کولای شئ خپل ځان بيرته شاته اوسني شیبې ته یوسئ. (5 دقیقې)

  • ځمکنی تمرین 2: دلته کلیک وکړئ تر څو زده کړئ چې څه ډول د یوې شیبې لپاره ورو شئ او خپل فکرونه او احساسات یاداشت کړئ. (2 دقیقې)

  • ځمکنی تمرین 3: دلته کلیک وکړئ دې اوږد او رهنمایي شوي تمرین لپاره چې څه ډول کولای شئ خپل ځان اوسمهال ته را ستانه کړئ.

  • پاملرنه او نوم: دلته کلیک وکړئ تر څو زده کړئ چې څه ډول کولای شئ د پاملرنې او نوم ایښودلو له لارې د سختو فکرونو او احساساتو څخه وژغورل شئ. (6 دقیقې)

  • له ناخوښو فکرونو څخه خلاصېدل: دلته کلیک وکړئ تر څو زده کړئ چې د خپل ځان په اړه د ناخوښو فکرونو څخه څه ډول خلاص شئ. (4 دقیقې)

  • ځای پرېښودل: دلته کلیک وکړئ تر څو زده کړئ چې څه ډول کولای شئ له ستختو فکرونو سره د مبارزې پر ځای هغوی ته ځای پرېږدئ.

  • له خپل ځان سره مهربانه اوسېدل: دلته کلیک وکړئ تر څو زده کړئ چې څه ډول کولای شئ له خپل ځان سره مهربانه و اوسئ، په ځانګړي ډول هغه وخت کله چې هیڅوک نه وي چې ستاسو مهربانه ملګری شي.

دا سرچینې ولولئ تر څو په اندیښنو باندې د برلاسي کېدو د څرنګوالي په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړئ.

د اندیښنو پر مهال د مهمو کارونو ترسره کول

د لارښود کتاب پنځه برخې لري، په هره برخه کې نوی نظریه او تخنیک شامل دی. دا د زده کړې لپاره ډېر آسانه دی او ښایي هره ورځ د څو دقیقو لپاره د اندیښو د کمولو په موخه ولوستل شي.

لارښوود کتاب ډانلوډ کړئ (.pdf)

که چېرې تاسو وموندل چې په دې کتاب کې راغلي تمرینونه ستاسو سره په اندیښو باندې د برلاسي کېدو په موخه په کافي اندازه مرسته نه شي ترسره کولای، نو په مهربانۍ سره د اړوند ذهني روغتیا، ټولنیزو خدمتونو برخې او یا په ټولنه کې د اعتباري خلکو څخه چې په هر خای کې د لاسرسي وړ وي مرسته وغواړئ.

د ژور خفګان کوچنۍ کتابچه

دا کوچنۍ کتابچه د ژور خفګان په اړه لومړني معلومات چمتو کوي، چې په هغې کې نښې نښانې، عوامل او سپارښتل شوې کړنې او ملاړ شامل دي.

د اندیښنو کوچنۍ کتابچه

دا کوچنۍ کتابچه د اندیښنو په اړه لومړني معلومات چمتو کوي، چې په هغې کې نښې نښانې، عوامل او سپارښتل شوې کړنې او ملاړ شامل دي.